د خان دوه مينهوالو غوښتل د هغه کور ته واوړي، خو ساتونکو يې نيولي
پنجره ورځپاڼه: د هند په ممبۍ ښار کې د باليووډ سينما مشهور ستوري «شاهرخ خان» کور ته دوه کسانو غوښتل چې پر دېوال ور واوړي، خو د خان ساتونکو له لوري نیول شوي دي.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا دوه کسان د دغه هېواد د ګجرات اصلي اوسېدونکي دي، چې له نیول کېدو وروسته سمدستي پولیسو ته سپارل شوي؛ له څېړنو وروسته معلومه شوې، چې دوی دواړه د خان کلک مینه وال دي.
سرچينې د ممبۍ ښار پوليسو له قوله وايي، یادو کسانو په خپلو څرګندونو کې اعتراف کړی، چې دوی غوښتل شاه رخ خان سره ملاقات وکړي، خو چا اجازه نه ورکوله او له دې امله يې پر دېوال د اوښتلو هڅه کړې ده.
د سرچينې زياتوي، د ممبۍ پولیسو منلې، چې یادو کسانو د کوم جرم تصميم نه لرلو، خو د ګجرات سیمې له پولیسو سره به اړیکه ونیسي، چې د دې کسانو جرمي سابقه معلومه کړي.
ويل کېږي، چې د دې پېښې پر مهال شاه رخ خان کور کې نه و او د خپل نوي جوړېدونکي فلم «جوان» پر ثبت بوخت و.