قزاقستان د پکتیکا له زلزله ځپليو سره مرسته وکړه

پنجره ورځپاڼه: قزاقستان د پکتیکا ګيان او برمل ولسواليو زلزله ځپليو سره مرسته وکړه، چې په کې تودې جامې، کمپلې او د ژمي نور اړین توکي شامل دي.

له دې سره جوخت د کډاوالو عالي کميشنري هم د پکتيکا زلزله ځپليو سره د قزاقستان له دې مرستې مننه کړې او ويلي يې دي، چې دا يو ډېر مهم ګام وو، ځکه هلته د ژمي په رارسېدو سره هوا ډېره سړه شوې ده.

د‌ يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې ګڼو نورو مرستندويه بنسټونو او هېوادونو هم د پکتيکا زلزله ځپليو سره مرسته کړې.

Back to top button