کرزی: طالبان دې لومړی د افغانانو باور ترلاسه کړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې افغانستان اوس د داسې حکومت څښتن نه دی، څو ټول افغانان په کې شامل اوسي. 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا NPR رسنۍ سره په يوې تازه مرکه کې ويلي، چې هېواد يې اوس مهال د يو داسې حکومت څښتن نه دی، څو ټول افغانان په کې شامل اوسي.

هغه ويلي، چې له اقتصادي پلوه افغانستان له يو ناورين سره مخ دی او خلک هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د نوموړي په خبره، له هېواده د افغانانو وتل دا په خپله د يو لوی ناورين په مانا دی.

پخواني ولسمشر ويلي، د طالب سرپرست حکومت مشران غواړي، چې د امريکا باور ترلاسه کړي، خو په وينا يې تر دې وړاندې بايد دوی د خپلو افغانانو باور لاسته راوړي.

دغه راز حامد کرزي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړلو ته په اشارې سره ويلي، که دا وضعيت همداسې دوام ولري، نو يوه لسيزه وروسته به موږ له دې څخه هم په بد حالت سره مخ شو.

هغه همداراز په دې مرکه ويلي، سره له دې چې څو څو ځلې يې بهر ته د تګ غوښتنه کړې؛ خو په وينا يې طالبانو ورته اجازه نه ده ور کړې.

د‌ افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې ځيني امريکايي چارواکي اوس هم هيله لري او د دوی په اند هر څه له منځه نه دي تللي، خو نوموړی بيا په دې باوري نه دی او ويلي يې دي چې موږ هرڅه له لاسه ورکړي.

Back to top button