کرزی: ښوونيز بهير په لويه کچه ستونزو سره مخ دی

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د‌ هېواد ښوونيز بهير له په لويه کچه له ستونزو سره مخ دی. 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له انډیا ټوډې سره په يوې تازه مرکه کې ویلي، ټول افغانان خوښ دي، چې اوس هېواد کې جګړه نشته او نور خلک د پخوا په څېر خپل ژوند له لاسه نه ورکوي‌؛خو په وینا یې د تېر یو کال راهیسې ګڼ هېودوال جلاوطني شوي، اقتصادي وضعیت او ښوونیز بهیر په لويه کچه ستونزو سره مخ شوی دی.

کرزي همداراز ويلي، اوس د پخوا په نسبت د افغانانو په مرګ ژوبله کې کموالی راغلی، خو نور هرڅه منفي دي.

هغه یو ځل بیا ژر تر ژره د نجونو د ښوونځیو پر پرانيستلو ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان پرمختګ د نجونو او هلکانو زده کړو او د نارینو او میرمنو په ګډ کار سره شونی دی.

حامد کرزی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې د بشر حقونو د څار بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېر یو کال کې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدوديتونه لګېدلي، د افغانستان اقتصاد پرځېدلی او څه باندې ۹۰سلنه افغانان د خوړو له امنيته رنځ وړي.

Back to top button