کرزی: پاکستان غواړي، افغانستان یو کمزروی او بې دفاع هېواد وي

پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی. 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو دروازو تړل د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د ګاونډي هیواد پاکستان په غوښتنې شوی دی.

حامد کرزي د جرمني دېر شپېګل مجلې سره په مرکې کې ویلي، پاکستان غواړي، افغانستان یو کمزروی او بې دفاع هېواد وي، چې د هېڅ ډول ستونزې تمه ترې ونه‌ شي.

هغه همداراز ويلي او ټينګار يې کړی، چې د زده کړو څخه نجونو بې برخې کول افغانستان د منزوي کېدو پر لور بيايي او دا هېواد به هېڅکله ونه شي کولای، څو په خپلو پښو ودرېږي. د نوموړي په خبره د لوستو ښځو پرته موږ مړه یو‌.

د طالب سرپرست حکومت په واکمنېدو سره چې شاوخوا کال په پوره کېدو دی، په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارولي دي.

د طالب سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به ډېر ژر پرانیزي، خو دا يوازې يوه خبره ده او تراوسه یې عملي بڼه نه ده اخيستې.

Back to top button