کرزي له ستیفن شنیک سره ولیدل

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د جرمني د سفیر له مرستیال ستیفن شنیک سره ولیدل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د جرمني د سفیر له مرستیال ستیفن شنیک سره ولیدل.

کرزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او د سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

حامد کرزي، جرمني هېواد د افغانستان پخوانی دوست وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د دې هېواد له همکاریو مننه وکړه، هغه له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسې برخو کې د جرمني د لا ډېرو همکاریو هیله څرګنده کړه.

Back to top button