کرزي د اروپايي ټولنې د سفیر له مرستیال ارنوت پاولز سره کتلي دي

‏پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر له مرستیال ارنوت پاولز سره کتلي دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغه لیدنه کې پاولز هغه اعلامیه چې د افغان نجونو د‌ ښوونځیو سملاسي پرانیستلو غوښتنه په کې شوې وه، حامد کرزي ته سپارلې ده.
‏په دغې اعلامیه کې، د نجونو تعلیم، په ټولنه کې د ښځو په هر اړخیز رول خبرې شوي دي.

کرزي د اروپايي ټولنې د یادې اعلامیې هرکلی کړی او په هېواد کې یې د نجونو ښوونځیو پر ژر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

Back to top button