کرزي د کاج ښوونیز مرکز قربانیانو کورنیو سره غمرازي کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د کابل دشت برچي پر کاج ښوونیز مرکز د برید قربانیانو له يو شمېر کورنیو سره یې لیدلي او غمرازي يې ورسره شريکه کړې ده. 

کرزي همداراز لیکلي، چې د دې پېښې قربانیانو کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه د یوه قرباني د پلار شاه‌ولي مطمئن کور ته ورغلی او هلته یې د یو شمېر نورو قربانیانو د کورنیو له غړیو سره هم لیده کاته او غمرازي شريکه کړې ده.

څو ورځې وړاندې د کابل دشت برچي سيمه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ترسره شو، چې له امله يې لسګونه زدکوونکي مړه او ګڼ شمېر ټپيان شول.

Back to top button