کرزي په تورخم کې د یوه افغان ځان وژنه غندلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په تورخم کې د یوه سپینږیري افغان ځان وژنه غندلې ده.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلاميې کې په تورخم کې د یوه افغان ځان وژنه غندلې او هغه یې یوه خواشینونکې پېښه بللې ده.

هغه وایي، له څه مودې راهیسې په تورخم او سپین بولدک کې له افغانانو ‌سره د پاکستاني پولیسو نا سم چلند په کلکو ټکو غندي او د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او ورورگلوي لاره غوره کړي.

کرزي دغه راز د طالبانو د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې څو په هېواد کې خلکو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي او د ملي اتحاد او اتفاق د پراخېدو او ټینګښت هڅه وکړي څو افغانان له هېواد څخه بهر تګ ته اړ نه شي.

Back to top button