کرزي او عبدالله نن بیا سره لیدنه کړې

د جمهوري نظام د ملي روغې جوړې شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې نن یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه کړې او دواړو د نجونو ښوونځیو پر پرانېستل کېدو ټینګار کړی دی. 

هغه همداراز ليکي، چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې د په هېواد کې د وروستیو سېلاب ځپلیو لپاره یې د بشري مرستو پر جلبولو، تلپاتې ثبات او له شپږم ټولګي د پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو خبرې اترې کړې دي.

دغه راز هغه ويلي، چې له حامدکرزي سره يې د هېواد پر روان وضعيت هم بحث او خبرې کړي دي.

که څه هم د په دې وروستيو کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي او عبدالله عبدالله ليدنې زياتې دي، خو تر دې وړاندې حامدکرزي يوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه ويلي و، چې طالبان ورته له هېواده د وتلو او سفر اجازه نه ورکوي.

Back to top button