کیرن پولارډ له نړیوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړه

د ویسټانډیز د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي «کیرن پولارډ» له نړیـوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړه.

د ویسټانډیز د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي کرین پولارډ له نړیـوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلام کړه.

هغه په یوه ویډیو کلیپ کې وایي، چې پریکړه یې کړې چې له نړیـوال کرکټ سره نوره مخه ښه وکړي، او زیاتوي چې زه ویاړم چې کالونه مې د ویسټانډیز لوبډلې استازیتوب وکړ.

کیرن پولارډ په نړیوال کرکټ کې د ویسټانډیز تکړه لوبغاړی پاتې شوی چې د یو شمېر ریکاډونو سربېره په یوه اور کې د شپږ شپږیزو وهلو ریکاډ هم په خپل نوم لري.

کیرن پولارډ د ویسټانډیز هېواد لپاره په ۱۰۱ شل اوریزې او ۱۲۳ یوه ورځنۍ لوبې کړې دي؛ هغه د دې لوبو په لړ کې (۴۲۷۵) منډې او ۹۷ ویکټې اخیستې دي.

Back to top button