کندهار ښاروالي: ۱۷ جسدونه مو خاورو ته وسپارل

کندهار کې د یو شمېر نامعلومو کسانو جسدونه، چې د طبيعي پېښو له امله يې ژوند بايللی وو، خاورو ته سپارل شوي. 

يو شمېر رسنۍ د کندهار د ښاروالي مسوولانو له قوله وايي، چې په دغه ولايت کې ۱۷ بې‌ وارثه جسدونه خاورو ته سپارل شوي دي.

د کندهار د ښاروالي ویاند زمري يوې سيمې ييزې سرچينه ته ويلي، دغه جسدونه له تېرو اتو میاشتو راهیسې په میرویس حوزوي روغتون کې ساتل کېدل چې دې موده کې یې وارثین پیدا نه شول او دوی اړ شول چې خاورو ته یې وسپاري.

د نوموړي په وینا، دغه جسدونه په مذهبي مراسمو سره خاورو ته سپارل شوي دي.

زمري څرګند زیاته کړې چې دغه جسدونه د ټرافیکي، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پرمهال دغه روغتون وروړل شوي وو.

Back to top button