کابل کې چاودنه شوې

د ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې دغه چاودنه تېر مازدیګر د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د انفجار له امله رامنځته شوې ده.

ځدراڼ زیاتوي، چې په یاده چاودنه کې شمېر ملکیان ټپیان شوي دي، او سیمې ته د طالبانو امنیتي ځواکونه رسیدلي د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

Back to top button