‌کابل ښاروالۍ د څار کمېسيون جوړ کړی

کابل ښاروالۍ وايي، چې د نرخونو پر کنټرول يې څارنه پيل کړې ده.

کابل ښاروالۍ څخه په يوې تازه خپره شوې اعلامیه راغلي، چې د کابل په بيلابيلو سيمو کې د خوراکي توکو د نرخونو کنټرول لپاره يې يو کميسيون ټاکلی او په دې برخه کې د دوی څارنه لا هم دوام لري.

ياده سرچينه وايي، چې د دې کميسيون له ټاکلو څخه يې موخه، د خوراکي توکو کنټرول او د خپلسرۍ نرخونو له ټاکلو څخه مخنيوی دی.

په وينا يې، هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د‌ ښاروالۍ له ټاکلي نرخونو هاخوا پېر او پلور وکړي.

دغه راز کابل ښاروالۍ د هېواد په سوداګرو هم غږ کړی، چې د روژې په مبارکه مياشت کې د خپلو ښاريانو پر وړاندې له عدالت او انصاف څخه کار واخلي او خوراکي توکي دې په لوړه بيه نه خرڅوي.

کابل ښاروالۍ په دې وروستيو کې د ښار ځينو سيمو کې يو شمېر سوپر مارکېټونه او دوکانونه له دې کبله تړلي دي، چې په ډېره لوړه بيه یې خوراکي توکي خرڅول.

Back to top button