کابل کې محکمې لس تنه په بند محکوم کړل
په کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت محکمې لس تنه په بند محکوم کړل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې نن پنجشنبه د زمري په دولسمه په کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت محکمې د لسو کسانو محکمه پای ته ورسېده او په بند محکوم شول.
دسرچينه زیاتوي، چې دغه لس تنه چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، د کابل په ابتدایه محکمه کې په بند محکوم شوي دي.
طالب چارواکو د یادو کسانو د محکمې او جرمونو په تړاو له رسنیو سره نور معلومات نه دي شریک کړي.