کابل ښاريان: د اختر شپو ورځو کې خوراکي توکي قيمته شوي

سږنی کوچنی اختر، د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د وچې ميوې قيمتي او د خلکو روان اقتصادي وضعيت

پنجره، کابل:

افغانستان، چې يو اسلامي هېواد دی او وګړي يې هم د نورو مېلو او جشنونو په پرتله د اسلامي نړۍ دوه سترو سنتي جشنونو، کوچنی او لوی اخترونو ته ځانګړی چمتوالی نيسي او دا دوه ستر جشنونه په ښه ډول سره لمانځي.

کورنۍ د خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو د پوره کولو تر څنګ خپلو ماشومانو ته نوې او ښايسته جامې هم اخلي. همدارنګه سوداګر او هټيوال هم له مياشتو، مياشتو راهيسي د اختر رارسېدو ته بې صبرانه په تمه وي، څو د دوی اخيستل شوي مالونه په کې په ښه بيه وپلورل شي.

د افغانستان په ټولو ښارونو په ځانګړې توګه کابل ښار کې د اختر شپو ورځو کې ډېره زياته ګڼه ګوڼه ليدل کېږي، بازارونو يو ډېر جالب او ښايسته ړنګ خپل کړی وي.

هټيوال هم خپل پلورنځي په ډېره ښکلې بڼه تنظيموي، دوی د خپلو پلورنځيو په ډيزاين کې يو تر بل زياته خواري کوي، څو د خپلو توکو د خرڅ لپاره د خلکو پام راواړوي.

همداراز د اختر شپو ورځو کې په کابل ښار کې د نورو وختونو په پرتله د موټرو ګڼه ګوڼه او لاره بندي هم زياته وي.

دا چې سږکال افغانستان له يو لوی تحول سره مخ شوی، جمهوري نظام ړنګ او پر ځای يې طالبان واک ته رسېدلي، زرګونه خلک کډوال شوي، غربت او بېکاري زياته شوې او همدارنګه د خلکو اقتصادي وضعيت هم چندان ښه نه دی.

پنجره ورځپاڼې د کوچني اختر په مناسبت يو ځانګړی راپور چمتو کړی او په دې هکله یې د خلکو او چارواکو خبرې راخیستي دي.

کابل ښاريان شکايت کوي، چې سږکال د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د وچې ميوې بيې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې لوړې شوې دي. دغه ښاريان هټيوال د خوراکي توکو د خپل سري بيو په ټاکلو هم تورنوي او وايي، چې د حکومتي مسوولينو د بې غورۍ له امله، د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

همداراز کابل ښاریان وایي، چې له یوې خوا د خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دی او له بلې خوا د اختر په شپو ورځو کې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د وچې ميوې د بیو لوړېدو سخت اندیښمن کړي دي.

د خوراکي توکو په تړاو د‌ نجيب الله په نوم يو تن اوسيدونکي پنجره ورځپاڼې ته وویل: د اختر مخه ده او خلک اړتيا لري، چې خپلو کورنيو او بچيانو ته خوراکي توکي واخلي، خو دلته بيا په داسې وخت کې د خوراکي توکو بيې لوړې‌ شي، نو غريب خلک نه شي کولای، چې د هېواد په اوسني خراب اقتصادي وضعيت کې په دومره لوړه بيه دغه توکي واخلي.

دغه راز په هېواد کې د طالبانو واک ته رسېدو سره سم، زيات شمېر خلک بې دندې شوي او اوس د خپل روزګار لپاره د‌ بديل بله سمه لاره هم نه لري، ژوند يې د سخت غربت تر کچې رسېدلی، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي، خو دوی ته کورنۍ ور په غاړه دي او هغوی هم ترې خپلې غوښتنې لري.

په دې هکله مو د يو داسې کس نظر راواخيست، چې پخوا يې د ملي پوليسو په ليکو کې دنده لرله، خو اوس په کابل ښار کې لاسي ګاډۍ چلوي، دی محمد انور نومېږي، په کابل ښار ژوند کوي، درې لوڼې او دوه زامن لري، نوموړي پنجره ورځپاڼې ته وويل: پخوا مې دنده لرله او هر اختر کې مې مېرمن او بچيانو ته جامې، بوټان او نور د اړتيا وړ توکي اخيستل، خو دا چې‌ د طالبانو په راتګ سره بې دندې شوم، نو د لاسي ګاډۍ چلولو پرته بله لاره راته نه ده پاتې.

نوموړی وايي، چې سږکال کوچني اختر ته د هېڅ شي د اخيستلو وس نه لرم، ځکه يو خو قيمتي ده او بل دا چې زما اقتصادي وضعيت هم هومره نه دی، چې د کورنۍ اړتياوې مې پوره کړم.

محمد انور د‌ وروستي پيغام په توګه له حکومت غواړي، چې د خوراکي توکو د لوړو بیو مخنيوی وکړي او ځوان نسل ته د کاروبار زمينه برابره کړي.

هټيوال هم د خوراکي توکو د بيو لوړېدل مني، چې د پخوا په پرتله ډېر قیمته شوي دي، خو وايي دوی يې له سوداګرو په لوړه بيه اخلي. د دوی په وينا، چې نه شي کولای په خپلو توکو کې تاوان وکړي.

همداراز هټيوال وايي، چې افغانستان ته د پخوا په پرتله خوراکي توکي په کمه توګه را وارديږي او بل دا چې، دوی دغه توکي په ډالرو رانيسي او په افغانيو يې خرڅوي؛ نو ځکه يې په بيو کې لوړوالی راغلی دی.

بلخوا بيا د طالب سرپرست حکومت د کابل ښاروالۍ څه موده وړاندې ویلي و، چې دوی د کابل ښار په بازارونو کې د خوراکي توکو د لوړو بیو د مخنيوي په موخه يو کميسيون ټاکلی او دنده يې ورته سپارلې، چې نرخونه کنټرول او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي، خو سربېره پر دې بيا هم د دغه ښار په بازارونو کې خوراکي توکي په لوړه بيه پلورل کېږي.

راپور: ظاهر څراغ

Back to top button