جو بايډن په يوه ناڅاپي سفر پولنډ ته لاړ

پنجره ورځپاڼه: د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایډن نن پر اوکراين د ګاونډۍ روسيې د يرغل د لومړۍ کليزې په مناسبت پولينډ ته لاړ.

يو شمېر بهرني شنونکي وايي، په اروپا کې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته دا تر ټولو ستره جګړه ده، چې په کې روسي پوځيانو ته په دومره لوړه کچه درانه تلفات اوړي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه د تېر کال د فبروري پر ۲۴مه پېل شوه، چې په سلګونو زره خلک په کې وژل شوي، په ميليونونو وګړي يې بې کډوال کړي او د اوکراين ګڼ ښارونه یې په کنډوالو بدل کړي دي.

بلخوا د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي پرون ورځ په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې روسيې ته د دونباس په ختيځه سيمه وهليدار کې درانه تلفات اوښتي. دا هغه سيمه ده چې مسکو د تېر کال په سپټمبر مياشت کې له روسيې سره يو ځای کړه وه.

سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جو بايډن به په دې سفر کې د پولينډ له ولسمشر اندرزيج ډوډا او د ختيځې اروپا له متحدينو سره ملاقاتونه ولري او د اوکراين په تړاو به ورسره بحث او خبرې اترې وکړي، خو زياتوي، چې هغه اوکراين ته د تلو پلان نه لري.

بلخوا سي ان ان خبري اژانس راپور ورکړی، چې بایډن به لومړی اوکراین او بيا پولنډ ته سفرونه ولري.

ظاهر څراغ

Back to top button