جاپان له افغانستان سره د روغتيايي سکټور په برخه مرسته کوي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو صندوق د يوې خبرپاڼې له مخې ويلي، چې جاپان په هلمند کې د روغتیایي خدمتونو د پیاوړي کېدو لپاره د یو ميلیون او درې سوه زره امريکايي ډالرو مرسته کوي.

همداراز دغې نړۍوالې ادارې ویلي چې، د وګړو صندوق سره د جاپان نغدي مرستې به په هلمند کې د نسایي او ولادي روغتیايي چارو له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو نغدو پیسو د مرستو پر مټ به په هلمند کې ۲۹ کورني روغتیایي مرکزونه وکولای شي چې خپلو روغتيايي خدمتونو او فعاليتونو ته دوام ورکړي.

د ملګروملتونو د وګړو صندوق زياته کړې، چې په تېر۲۰۲۲ کال کې د جاپان مرستې په افغانستان کې له ۲۰ زرو زیاتو افغانانو ته چې ډېری یې مېرمنې دي، رسېدلي دي.

Back to top button