جاپان په افغانستان کې د ناکامورا پاتې پروژې بشپړوي

پنجره ورځپاڼه: کابل کې د جاپان سفارت د تيتسو ناکامورا د قتل دريم تلين په مناسبت د یوه ټويټ پيغام په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې به د دغه ستر شخصیت پاتې پروژې بشپړوي او کارونه به يې دوام ولري.

ډاکټر ناکامورا درې کاله وړاندې په همدې ورځ ننګرهار کې د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا په نښه او ووژل شو. هغه په ​​افغانستان کې ډېر شهرت او ګرانښت لري او هر کال د ده د بشري کارونو ستاينه کېږي.

تيتسو ناکامورا یو جاپانی ډاکټر و، چې افغانستان کې يې د خلکو په منځ کې د کاکا مراد په نوم شهرت لرلو. نوموړي د خپل ژوند ډېره برخه د افغانستان خلکو د ژوند ښه‌کولو ته ځانګړې کړې وه او د ۲۰۱۹ د ډيسمبر میاشتې په څلورمه په ننګرهار کې د ناپېژاندو وسله‌والو وويشت او ژوند یې بايلود.

نن کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې د ناکامورا روح ژوندی دی او دغه هېواد به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، څو د دغه ستر شخصیت طرحې او نوښتونه د افغانستان په نورو برخو کې عملي کړي.

Back to top button