تېرو ۲۴ ساعتونو کې دريم ځل شو، چې زلزلې ترکیه لړزوي

پنجره ورځپاڼه: د ګڼو ترکي او نورو بهرنيو رسنیو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د دريم ځل لپاره د زورورې زلزلې خبر ورکړی دی.

د اناتولي خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې دغه زلزله نن سه شنبه د سهار ۶:۱۳ بجې شوې ده.

د ترکیې د طبیعي پېښو ته د رسېدنې سازمان یا افاد اعلان کړی، چې وروستی زلزله د ترکیې په سویل‌ختیځ ګول‌باشي ښار کې شوې ده.

ترکيه کې شوې زلزله د دغه هېواد په تاريخ د يوې لويې ناورينې پېښې په توګه ثبت شوې، چې په زرګونو خلک يې وژلي، په زرګونو نور يې ټپيان او همداراز زرګونه ودانۍ يې نړولي دي.

د په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ترکیې په پازارجیک او البستان سیمو کې د دوو پرله‌پسې زلزلو له امله ۳ زره تنه مړه او کابو ۱۲ زره نور ټپیان شوي ول.

ظاهر څراغ

Back to top button