د سلواغې ۲۶مه، له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو ورځ

پنجره ورځپاڼه: د شوروي اتحاد له نهو کلونو وروسته د افغانانو د سخت مقاومت په نتيجه کې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه خپل ځواکونه له افغانستان څخه وويستل.

د سلواغې ۲۶مه په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتې او د افغانانو بري د ورځې په نوم يادېږي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېره ورځ د سلواغې ۲۶مه عمومي رخصتي اعلان کړ.

ټاکل شوې ټاکل شوې، چې نن ورځ يو شمېر طالب مشران هم په دې تړاو غونډه ترسره کړي. شوروي اتحاد ۳۴ کاله پخوا افغانستان کې ماته وخوړه او ووتل.

د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو په ۱۳۵۸لمریز کال د جدي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ؛ خو د افغانانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او له اوږدې مودې جنګونو وروسته په ۱۳۶۷ کال له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول.

د شوروي اتحاد پوځيانو سره د افغانانو په دې دغو جګړو کې نږدې دوه مېلیونه افغانان مړه او زرګونه نور يې ټپیان شول. دې جګړه کې د پخواني شوروي ۱۴زره پوځیان هم مړه شول او له بلې خوا دا جګړه له سیاسي او مالي پلوه شوروي اتحاد ته له زیانه ډکه تمامه شوه. پر افغانستان د سره پوځ یرغل له هماغه پېله د ګڼو نړۍوالو له غبرګونونو سره مخ شوه.

ظاهر څراغ

Back to top button