د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې لوړوالي او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

جهانزیب ویسا

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غبرګولې اوله او دوبمه نېټه د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې دلوړوالي او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

سرچینې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل سیمې (پنج آمو، شمال او کابل) سينديزو حوزې ښودلې دي.

دفې سرچینې همداراز د (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، جوزجان، پنجشیر، بلخ، فاریاب، غوربند، کنر او لغمان) سیندونو پر لاره د اوبو لوړوالي خبرورکړی.د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی و.

د یادولو ده چې د هېواد په ګڼو ولایتونو هر کال د سېلابونو راوتلو او موسمي بارانو له امله ګڼو خلکو ته د مالي ځان تر څنګ ځاني زیانونه هم اړوي.

Back to top button