ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي

پنجره ورځپاڼه: په افغانستان کې اسلامي همکاریو سازمان سفیر کابل ته د دغه سازمان د یوه پلاوي د راتګ خبر ورکوي، چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

سرچینه وایي، د یاد سازمان دفتر به د ښځو د کار بندیز د حلېدو په اړه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او په وینا یې، ښځو ته باید د اسلام په چوکاټ کې د کار زمینه برابره شي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې افغان ولس ته د مرستو رسونې په تړاو هم د طالبانو له چارواکو سره خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش دافغانستاني سرې میاشتې ته د مرستو د تسلیمولو پر مهال وویل ځانګړي استازي يې د طالب له چارواکو سره په کتنو کې د بېلابېلو موضوعاتو او په ځانګړې توګه د پراختیايي او اقتصادي چارو، روغتیا او ښوونې او روزنې په تړاو بحثونه کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button