Trending

په هېواد کې یو ځل بیا زلزله شوې ده

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نن یو ځل بیا زلزله رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي، چې ‏د خوست، پکتیکا او پکتیا په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې څو شېبې وړاندې د ریښتر په کچه 5.1 درجې زلزله شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې یادې زلزلې خلکو ته مالي زیانونه اړولي او ګڼ شمېر خلک یې ټپیان کړي دي خو د مړو شویو په اړه تر دې مهاله کومې سرچینې جزیات نه دي خپاره کړي.

طالب چارواکي وایي، چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ سیمې ته روغتیایي ټیمونه او امبولانسونه رسېدلي دي څو د زلزلې ټپیان روغتیایي مرکزونو ته ورسوي.

تر دې څو اوونۍ وړاندې هم زلزلې په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.

Back to top button