اسراييلو په فلسطین بريدونه کړي

اسراييلو د فلسطين په غزه باندې هوايي بريدونه کړي او ګڼ شمېر کسان يې وژلي دي. 

د بهرنيو رسنيو راپورونو له مخې، پرون جمعه اسراییلي ځواکونو د فلسطین په غزه ښار باندې هوايي بریدونه کړي، چې له کبله یې د یوې وسله‌والې ډلې د مشر په ګډون لس کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

رسنیو د اسراییلي چارواکو له قوله ویلي، دغو بریدونو کې د «اسلامي جهاد وسله‌واله ډله» په نښه شوې چې د یوه مشر په ګډون یې ځینې وسله‌وال وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

دغه راز رسنۍ د فلسطیني روغتیا‌يي کارکوونکو له قوله وايي، چې په دغو هوايي بریدونو کې یوه پنځه کلنه ماشومه نجلۍ هم وژل شوې ده.

له دې سره جوخت د طالب سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم دغه بریدونه غندلي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې طالب سرپرست حکومت پر غزې د اسراییلو ظالمانه بریدونه په کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره د درېدو غوښتنه يې کوي.

Back to top button