اسلام پوهنې او علماوو ته قدر ورکوي
اسلام پوهنې او علماوو ته قدر ورکوي
لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه: مومند محمدي اڅړ
څرنګه چې اسلام عقل د هغو ټولو بندیزونو څخه چې خلکو پرې لازم کړي ازاد کړی دی، او عقل یې تشویق کړی دی تر څو په کایناتو کې تفکر وکړي، هغه که په لېرې کنارو کې دي او یا هم د دوی په خپلو ځانونو کې، یا هم په پورتني عالم کې او یا هم په ښکتني عالم کې تر څو چې د انسان وس ورته رسیږي او د هغو وسایلو او قدرتونو په وسیله ورته ورسیږي چې د دوی په لاس کې دي ، نو دا د علم او علماوو قدر لوړوي، او د سرچینې څخه یې د پوهې د لاسته رواړلو د هغه له اهل څخه د حاصلولو، او په طلب کې یې د سفر کولو، او د ښوونکي لپاره یې د درناوي امر کوي.
لوی خدای جل جلاله فرمایلي دي: {شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ وَالْمَلائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ} [آل عمران:۱۸]
ژباړه: الله په خپله د دې خبرې شاهدي ویلې ده چې له هغه پرته بل هیڅ خدای نشته؛ او پرېښتې او ټول اهل علم هم په ریښتیني او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي.
دلته ګورو چې څنګه الله جل جلا له لومړی شاهدي د ځان، وروسته د ملایکو او دریم ځل یې د پوهې د خاوندانو وړاندې کړې ده.
امام غزالي ویلي دي: همدا شرف، فضل، پاکي او عظمت دې بس دی! او په خپل کتاب احیاء علوم دین په (کتاب العلم) کې یې په دې اړه زیات دیني متون راوړي، او دا کتاب د هغه په څلویښتو کتابونو کې د لومړۍ درجې لرونکی دی.
الله جل جلاله فرمایي: {يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ} [المجادلة:۱۱].
ژباړه: ستاسو څخه چې کوم کسان ایمان لرونکي دي او کومو کسانو ته چې علم ورکړل شوی دی الله به د هغوی درجې لوړې کړي.
ابن عباس رضي الله عنه فرمایلي دي: پوهان د عادي مومنانو څخه اووه سوه درجې لوړ دي چې د هرې درجې تر مینځ د پنځه سوه کاله مزل فاصله ده.
پاک خدای فرمایي: {قُلْ هَلْ يَسْتَوِى الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ} [الزمر:۹]
ژباړه: ایا پوهیدونکي او نه پوهیدونکي یو شان کیدای شي؟
بل ځای: {إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ} [فاطر:۲۸]
ژباړه: حقیقت دا دی چې د الله د بندګانو څخه یوازې عالمان د هغه څخه ویریږي.
همدارنګه: {قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ} [الرعد:۴۳]
ژباړه: ورته ووایه چې زما او ستاسې په منځ کې د الله شاهدي کافي ده او ورپسې د هر هغه چا چې د اسماني کتاب علم ولري.
په بل آیت شریف کې راځي: {قَالَ الَّذِى عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ} [النمل:۴۰]
ژباړه: له کو سړي سره چې د کتاب یو علم ؤ هغه وویل: زه به هغه درته راوړم. ( د سلیمان علیه السلام کیسې ته اشاره شوې ده). یانې هغه سړي په دې خبرداری ورکړ چې له ده سره د پوهې قوت دی.
همدارنګه الله جل جلاله فرمایي: {وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا}[القصص:۸۰]
ژباړه: کوم کسان چې د علم خاوندان وو هغوی وویل: ستاسې په حال باندې خواشیني ده، د الله ثواب د هغه چا لپاره ډېر بهتر دی چې امان راوړي او نیک عمل وکړي. دلته دا ښکاره شوې ده چې د آخرت لویي او قدر له هغوی سره دی کوم څوک چې پوهه ولري.
د عنکبوت په سورت کې راغلي دي: {وَتِلْكَ الأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلا الْعَالِمُونَ} [العنكبوت:۴۳]
ژباړه: دغه مثالونه د خلکو د پوهونې لپاره راوړو، خو په دې باندې هماغه کسان پوهیږي چې د علم خاوندان دي.
بل آیت: {وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِى الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ} [النساء:۸۳]
ژباړه: په داسې حال کې که چیرې دوی هغه (خبر) پیغمبر او د خپلې ډلې مسوولو کسانو ته ورسوي نو پرهغه به داسې ډول خلک وپوهیږي چې د دوی په منځ کې د دې خبرې صلاحیت لري چې له هغې څخه سمه نتیجه واخیستلی شي.
دلته پر پیښو او پرهغو د پوهیدلو نسبت دوی ( علماوو) ته شوی دی او د هغوی پوړۍ یې د پیغمبرانو له پوړې سره د خدای پر حکم باندې په پوهیدلو کې نښلولې ده.
بل ځای الله جل جلاله فرمایلي دي: {يَا بَنِى آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِى سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ} [الأعراف:۲۶]
ژباړه: ای د ادم اولادې! موږ تاسې ته جامې نازلې کړې چې ستاسې د بدن د شرم ځایونه وپوښي، او ستاسې د بدن د ساتنې او ښکلا وسیله هم وي، او ډېره غوره جامه د پرهیزګارۍ جامه ده. چې مقصد ترې علم دی او ریش یعنی یقین او د تقوی لباس یعنی حیا.
الله جل جلاله فرمایي: {وَلَقَدْ جِئْنَاهُمْ بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ} [الأعراف:۵۲]
ژباړه: موږ دغو خلکو ته له یو داسې کتاب سره راغلي یو چې هغه مو د علم په اساس تشریح کړی دی.
{فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِمْ بِعِلْمٍ} [الأعراف:۷] ژباړه: بیا به موږ په خپله په کامل علم سره ټوله ماجرا د هغوی مخې ته وړاندې کړو. {بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ في صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ} [العنكبوت:۴۹] ژباړه: په اصل کې دا روښانه نښانې د هغو خلکو په زړونو کې دي چې علم ورکړل شوی دی. {خَلَقَ الإِنْسَانَ * عَلَّمَهُ الْبَيَانَ} [الرحمن:۳-۴] ژباړه: همغه انسان پیدا کړ، او ده ته یې غږیدل ورزده کړل. چې دا یې د علم په فضیلت کې بیان کړي دي.
او نورې خبرې کومې چې امام غزالي ذکر کړي دي ډېر زیات نبوي احادیث وړاندې کړي دي چې کله حافظ العراقي پکې پلټنه وکړه نو ځینې یې ضعیف، او یا هم موضوعي ( دروغ حدیث)، او یا بې بنسټه وو خو موږ پر هغه باندې بسنه وکړه چې ترې صحیح او حسن وو، چې له هغوی څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ده چې فرمایلي یې دي: من یرد الله به خیرا یفقهه فی الدین. ژباړه: چا ته چې الله د خیر اراده وکړي نو د دین پوهه ورکوي.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: العلماء ورثة الأنبياء، وإن الأنبياء لم يورثوا دينارا، ولا درهما، إنما ورثوا العلم. پوهان د پیغمبرانو وارثان دي، او انبیا دینار او درهم (مال دولت) په میراث نه پریږدي بلکه د دوی میراث علم دی، او چا چې دا ترلاسه کړ نو ډېر لوی بخت یې لاسته راوړ.
نو دا ښکاره ده چې د پیغمبرۍ څخه لوړه رتبه نشته او د دوی د وراثت څخه لوی شرف هم نشته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: یستغفر للعالم ما فی السموات والأرض. ژباړه: د عالم لپاره هر هغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي د بښنې دعا کوي.
نو د دې څخه به بل لوړ مقام چیرې وي د کوم لپاره چې د اسمانونو او ځمکې ملایکې د بښنې په غوښتلو بوختې وي؟