داعش د روسیې په سفارت د برید مسوولیت ومانه

په کابل کې د روسیې پر سفارت د پروني ځانمرګي برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په غاړه واخیسته.
یادې ډلې ویلي دي چې دغه برید د دوی کسانو ترسره کړی او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پرون له غرمې وړاندې د کابل په دارلمان سیمه کې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګی برید شوی و چې په کې د ګڼ شمېر افغانانو په ګډون د روسیې د سفارت دوه روسي کارکونکي هم وژل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې برید هغه وخت شوی دی چې ګڼ شمېر افغانان د روسیې د سفارت مخې ته د ویزې لپاره په لیکه کې ولاړ وو.

طالب سرپرست حکومت وایي، چې په دې برید کې یو افغان مړ او لس نور ټپیان شوي دي، خو عیني شاهدان بیا وایي چې په دې برید کې لسګونه افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

Back to top button