ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړه

ایرلینډ د کرکېټ په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

تېر ماښام مهال د افغانستان او ایرلینډ کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لومړنۍ سیالي وشوه، چې ایرلینډ په کې افغانستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.
د دغې سیالۍ پچه لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لپاره د لوبې پیل رحمن الله ګربز او عثمان غني وکړ، که څه هم افغان لوبډلې په ۱۳ اورونو کې ۱۰۴ منډې درلودې او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو، چې د ستر هدف ټاکلو وړاندوینه کېده؛ خو افغان توپ وهونکو پرلپسې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اووه ویکټو په زیان ۱۶۹ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ته ښه توپ وهنه عثمان غني وکړه، نوموړي د شپږو څلوریزو او دوه شپږیزو پر مټ ۵۹ منډې وکړې، ابراهیم ځدراڼ ۲۹ او رحمن الله ګربز ۲۶ منډې جوړې کړې.
ایرلینډ ته باري مکرټي ښه توپ اچونه وکړه، نوموړي درې افغان لوبغاړي وسوځول.

د ایرلینډ له لوري د لوبې دویمه پاڼۍ ډېره چټکه پیل شوه، پول سټرلینګ او انډي بیلبیرني ښه ملګرتیا وکړه، خو د فضل الحق فاروقي له لوري د لوبې په اتم اور کې وسوځېد، که څه هم په لومړیو کې ایرلینډ ته د لوبې ګټل اسانه ښکارېدل؛ خو د لوبې په وروستيو اورونو کې د ګټې چانس ۵۰ـ۵۰ شو.
د افغانستان لپاره نوین الحق ونه توانېد، چې له ۱۳ منډو دفاع وکړې، نو ایرلینډ په اووه وېکټو لومړنۍ شل اوریزه لوبه په خپل نوم کړه.

انډي بېلبیرني د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او د دغو سیالیو دویمه لوبه سبا ماښام اووه بجې په همدې لوبغالي کې کېږي.

Back to top button