ایراني چارواکو پر اوکراین د روسې برید ستایلی

روسیې ترکیه او ایران د آستانه په کنفرانس کې پر درې اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي، او یو شمېر ایراني لوړپوړو چارواکو پر اوکراین د روسې برید ستایلی دی.

سرچینه وایي، چې په دې کفنرانس کې د ایران ولسمشر، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ګډون کړی و.

ددې کنفرانس تر پیل وړاندې یو شمېر لوړپوړو ایراني چارواکو پر اوکراین د روسیې برید ستاینه کړې او پوتین ته یې ویلي، چې ناټو د نړۍ لپاره یو خطرناک بنسټ دی او که پوتین پر وخت برید نه وای ترسره کړی نو ناټو به دا جګړه پيل کړې وه

یادو هېوادونو پر خپلو کې د اړیکو پر لا ټینګښت ټینګار کړی دی. ایراني او روسې له یو بل څخه غوښتي څو په خپل منځ کې تلپاتې او لا زیاتې همکارۍ ته دوام ورکړي.

Back to top button