Trending

ايران پر سعودي عربستان بريدونو ته چمتووالی نيسي

د امریکايي ورځپاڼې والسټريټ ژورنال د خبر له مخې رياض واشنګټن ته داسې شواهد او اسناد په لاس کې ورکړي، چې ښايي ايران لګيا دی پر سعودي عربستان وسلوالو بريدونو ته چمتووالی نیسي. 

دغې ورځپاڼې ليکلي، چې سعودي عربستان  امريکا ته داسې معتبر اسناد او شواهد په لاس کې ورکړي، چې ښکاري ايران په دغه هېواد بريدونو ته چمتووالی نيسي، نو له همدې امله د سعودي عربستان په سيمو کې مېشت امريکايي پوځيان د پراخ چمتووالي په حال کې دي.

په ورته وخت کې ايران لا په دې تړاو رسماً څه نه دي ويلي، خو امريکايي شنونکي بيا وايي، چې تهران غواړي د سعودي په ګډون د سوريې او عراق پر ځينو سيمو هوايي بريدونه وکړي او په ايران کې له روانو زورورو لاريونونو څخه د نړۍوالو پام په بله واړوي.

بلخوا د امريکا د ملي امنيت شورا وياند هم ويلي، چې سعودي عربستان او امريکا له یو بل سره په پوځي او اطلاعاتي برخو کې اغېزناکې اړيکې لري.

والسټريټ ژورنال او ځيني نورې امريکايي رسنۍ دا خبر داسې مهال خپروي، چې ايران کې له تېرې يوي نيمې مياشتې راپدیخوا پراخ لاريونونه روان دي، خو اخوندي حکومت يې رېښې بهرنۍ بولي. همداراز ايران له همدې کبله د عراق په کردستان سيمه کې څو ځله هوايي بريدونه هم کړي دي.

Back to top button