ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ځانګړې غونډه جوړوي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تېره ورځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په ليدنه کې ویلي، چې هېواد به یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ځانګړې غونډې کوربتوب په غاړه ولري، څو د افغانستان مسئلې ته د حل لاره ومومي او افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدولو ته یوه زمینه برابره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې عبداللهیان او د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه په ایران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې د وخت په تړاو معلومات نشته.

Back to top button