ایران افغانستان ته بې کیفیته تېل وارېدوي

له ګاونډي هېواد ایران څخه د فراه د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته شله سلنه بې کیفیته تېل را واردېږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د یاد بندر د نورم او سټنډرډ مسوولین هم مني چې د دغه بندر له لارې هېواد ته بې کیفیته تېل واردېږي، خو وايي چې څو ځله یې بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته ګرځولي دي.

د هغوی په وینا، له ایراني مقاماتو سره یې خبرې کړي او هغوی هم ورسره ژمنه کړې چې نور به اجازه‏ نه ورکوي چې په افغانستان بې کیفیته او خراب تېل وپلورل شي.

Back to top button