د هلمند اوبو په تړاو د ايران تازه څرګندونې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هلمند د اوبو په تړاو د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره پر ټلیفون خبرې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې حسین امیر عبداللهیان ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېزه وکړي.

د ایران د بهرانیو چارو وزیر دا ګواښ داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې هم د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي ویلي وه، چې ایران هېڅکله د هلمند سيند کې له خپلې برخې اوبو څخه نه تېرېږي.

Back to top button