ايران: افغانستان کې وروستي بريدونه غندو

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې وروستي بريدونه غندلي دي.

په افغانستان کې له پرلپسې بريدونو وروسته، چې له امله يې ګڼ شمېر ملکیان ووژل شول او له ځان سره پراخ غبرګونونه لرل، تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه هېواد کې وروستي بريدونه غندلي دي.

همداراز ياد وزارت په افغانستان کې وروستي بريدونه د تاوتريخوالي او ژورې خواشينۍ وړ بللي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريدونه د هغو ترهګرو موخې ښکاره کوي، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې دوام غواړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راځي، چې بلخ کې د شيعه ګانو له جومات وروسته په کندز کې د سنيانو پر جومات بريد دا په ډاګه کوي، چې دښمن دلته کورنۍ جګړه غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې افغانستان د پرلپسې بريدونو شاهد دی او دغو بريدونو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button