ايران او ازبکستان په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت ټینګار کړی

پنجره ورځپاڼه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره په ليدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د ګاونډیو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې امیر‌عبداللهیان د ازبكستان د بهرنيو چارو له وزیر، بختیار سعیداف سره ليدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، ایراني او ازبکستاني لوري په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت او په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو د طالبانو له بلنې پرته د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړه او له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د یو ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په ګډون پر ځینو مسایلو ټینګار وکړ.

د ایران، پاکستان، چین او روسیې په ګډون یو شمېر ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره خپل منځي تعاملات لري، خو د دوی واکمنۍ د رسمیت‌پېژندلو لپاره یې کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

ظاهر څراغ

Back to top button