ایران: د افغانستان د رسمیت پېژندنې لپاره ټولشموله حکومت یو شرط دی
پنجره ورځپاڼه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حُسین امیر عبدالهیان ویلي، هېواد به یې تر هغې د افغانستان اوسني واکمنان (طالبان) په رسمیت و نه پېژني،تر څو چې دوی یو ټولشموله حکومت نه وي رامنځته کړی.
هغه دا څرګندونې یوې خبري غونډه ته د وینا پر مهال کړي او ځل بیا یې طالبانو ته د لابي په توګه ویلي: “طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده.
دې ایراني لوړپوړي دیپلومات ټینګار کړی چې تهران له زدهکړو څخه د افغان ښځو او نجونو د بېبرخې کېدو په تړاو اندېښمن دی.
تر دې وړاندې د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړول د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه اوټینګار یې کړی و، چې هېڅ هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.