بلجیم کې تحقیقاتي بېړۍ پرانیستل شوه.

بلجیم کې د شهزادګۍ الیزابیت له لوري ستره تحقیقاتي بېړۍ پرانیستل شوه.

د راپورونو د معلوماتو پر بنسټ د بلجيم شهزادګۍ الیزابیت د ګېنټ په ښار کې د بلجيم ستره تحقیقاتي بېړۍ پرانیستنه وکړه.
سرچینه وایي، چې پرون ورځ د شهزادګۍ لپاره د شاهي فعالیت لومړۍ ورځ وه چې بې له مور او پلار څخه یې تېره کړه.

د سرچینې په وینا د بلجيکا په نوم دا تحقیقاتي بېړۍ د بلجيم د پوځ لپاره جوړه شوې چې په لوړه ټکنالوژۍ سنبال ده او د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره به د څلوېښتو ساینسپوهانو د کارخونو په درلودو سره د سمندر په ۵۰۰۰ مټره ژوروالي پورې څېړنې وکړي.

Back to top button