اختراع د علم مور

لیکوال: دوکتور اجمل ښکلی

نن مې د يوه افغان انجينر په اړه ولوستل، چې د ککړې هوا فلټر يې جوړ کړى. په دې وروستيو کې ګڼې دا ډول هڅې وې؛ خو کمې پکې داسې وې، چې په رښتيا يې زموږ ستونزې هوارولاى شوې.

د علم تاريخ وايي، چې هره علمي نظريه د ټولنيزو ستونزو د هواري په موخه د يوه فرد د خپلو تجربو او مطالعو زېږنده وي. دا د څېړنې اصل هم دى، چې يو علمي اثر بايد د ټولنې اړتيا په پام کې ولري، دا اړتيا که په ټولنيزو علومو کې وي او که په طبيعي علومو کې، ټولنه په دواړو ډګرونو کې نويو کارونو او نظريو ته اړتيا لري.

خو د علمي نظريو او څېړنو په اړه زموږ ټولنيز فکر تر نورې نړۍ مختلف دى. په نوره نړۍ کې د څېړنو افادي اړخ لومړيتوب لري؛ خو زموږ څېړنې زياتره د څېړنو لپاره وي او دا ځکه چې زموږ په تاريخ کې علم ته د مقدس څيز په سترګه کتل شوي، چې پر افادي اړخ يې ډېر فکر نه کوو او يا له علم سره له افادي چلن نه يو ډول ناشعورى کرکه لرو.

د علم په اړه د تقدس نظر که موږ ته ګټه لرلې که نه؛ خو يو څرګند تاوان يې دا رارسولى، چې د علم څښتن يې په يوه مقدسه هستۍ بدل کړى او ټولنيز فضيلت يې ورکړى. دې فضيلت په يوه ډول عالم له ټولنيزو اړتياوو بېل کړى او په هغه مسند يې کېنولى چې د ارستوفان په (ورېځو) ډرامه کې پرې سقراط ناست دى. په دې ډرامه کې يو بابا خپل زوى له سقراط سره کوي، چې فلسفه وروښيي؛ خو سقراط پاس په يوه پچۍ کې ناست دى او د ځمکې پرځاى اسمان ته ګوري او د ورېځو په اړه فکر کوي.

په لرغوني يونان کې د ساينس د نه پرمختګ يو لامل دا بلل کېږي، چې له ساينس نه علمي استفاده نه کېده، ځکه چې چا د ساينس په اړه خبرې کولې، هغوى پخپله درانه کارونه په مريو(غلامانو) کول؛ خو تر رينسانس وروسته چې ساينس او په ټوله کې علم د انسان د ستونزو د کمولو هڅه پيل کړه؛ نو هم يې پخپله ګټه وکړه او هم يې ټولنې ته ګټه ورسېده؛ خو تر رينسانس مخکې په منځنيو پېړيو کې علم په کليسا کې بند و او د علم درناوى تر ګټې لومړيتوب درلوده.

له علمه استفادې بشر ته ګټه ورسوله او د پرمختګ پر لار يې روان کړ. د روسو په اړه لولو، چې پر ډېرو منليو شيانو يې شک وکړ، مثلا د مدنيت پر ګټه يې شک وښود او په دې ډول يې داسې يوه فلسفي نظريه جوړه کړه، چې په راروان وخت کې يې د فردي ازادۍ په برخه کې بشر ته خير ورسېد. دلته خير د ګټې په مانا دى.

د پرمختللې ټولنې او زموږ يو لوى توپير دا دى، چې هلته محصلانو ته د نوښت کولو چل ورښودل کېږي. له نورې نړۍ سره د چين د سيالۍ راز دا دى، چې چينايان نوښتګر دي، هڅه کوي، چې خپلې شاوخوا ستونزې په خپلو وسايلو هوارې کړي او ځان ته پخپله کار پيدا کړي.

په نړۍ کې هر کال د موبايلونو، موټرو او ګڼو وسايلو نوې بڼې راوځي، چې تر تېرو هغو پرمختللې وي يا نور وسايل راوځي، چې ممکن ځينې يې زموږ پر ټپ پټۍ شي؛ خودزموږ ستونزې ککړه هو، د اوبو نشت، وچکالي، د برېښنا کمښت، په ښارونو کې د زرغونتيا کموالى او داسې نورې دي، چې که زموږ مخترعان پرې فکر وکړي، ممکن د کنترول يا يې له اغېزو د ژغور په موخه ګڼ وسايل رامنځته کړي، چې هم د خلکو ستونزه هواره شي او هم يې ده ته مالي ګټه ورسي. کاش دا جدي ستونزې څوک لړ کړي، فکر پرې وکړى او وسايل ورته جوړ کړي.

څو کاله مخکې مې د يوه افغان مخترع مرکه لوسته، چې ډېر وسايل يې جوړ کړي وو؛ خو د پيسو او نورو امکاناتو له نشته يې سر ټکاوه چې دا خپلې جوړونې توزيع کړي. د ستونزو د هواري په موخه چې نوې اختراعوې کېږي، بايد تر بازار او خلکو ورسي، د دې کار لپاره امکاناتو ته اړتيا وي او دا امکانات دولتونه يا نور شتمن پوړونه برابروي، چې بايد د دې خلکو لاسنيوى وکړي.

د افغانستان ستونزه موټر او نوي ماډل وسايل نه دى، زموږ ستونزې زموږ په کورني، ټولنيز او فردي ژوند کې ښکاره پرتې دي، چې که سترګې وغړوو، په اسانه يې ليداى شو.

دويمه خبره دا ده، چې د علم په اړه بايد په خپل زاړه ذهنيت کې بدلون راولو او د منصب پر ځاى يې په خپلو خېرنو کوڅو کې وګرځوو.

Back to top button