د څېړونکو نړۍواله ټولنه: افغانان بانکي بحران سره مخ دي

د څېړونکو نړۍواله ټولنه وايي، چې افغانستان کې د بانکي سيستم بحران خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. 

د څېړونکو څېړنیز مرکز، چې يوه نړۍواله ټولنه ده په یوې مقاله کې ويلي، افغانستان په دې حساسو شرایطو کې اقتصادي پراختيا ته اړتیا لري، خو په وينا یې، دغه هېواد کې د بانکي سيستم بحران خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د‌ دې ټولنې څېړونکو پر نړۍوالو هم نېوکه کړې، چې پر افغانستان يې اقتصادي فشارونه زیات کړي او د دغه هېواد پيسې یې کنګل کړي دي، چې له کبله يې د افغانانو اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې خراب لوري ته روان دی او هلته ناورين د پراختيا په حال کې دی.

همداراز دغه سرچينه ليکي، چې د نړۍوالې ټولنې د ناسمو اقداماتو له کبله افغان سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي. ياده ټولنه زیاتوي، چې افغان ملت هم په خپلو معاملاتو کې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

د څېړونکو نړۍواله ټولنه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې ګڼو نورو نړۍوالو ټولنو هم د امریکا متحده ایالاتو له لوري په افغانستان د اقتصادي فشارونو زیاتوالی غیر قانوني او ظالمانه حرکت ګڼلی او د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

Back to top button