لوګر کې د ولسوالیو ترمنځ د کرکټ لوبې

لوګر ولایت کې د دې ولایت د کرکټ امریت له لوري د ولسوالیو ترمنځ د کرکټ پیل شوې لوبې پای ته ورسېدې.

د کرکټ په دې لوبو کې د خوښۍ او برکي برک ولسواليو ترمنځ د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې برکي لوبډلې د خوښۍ لوبډلې ته د ۳۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په لوګر ولایت کې د ولسواليو په کچ سېاليو کې برکي ولسوالۍ د محمدامين ۵۹ چټکو منډو پر مټ د ۳۶ منډو په توپير خوښۍ ولسوالۍ ټیم ته ماتې ورکړه او ياده لوبلړۍ يې په خپل نامه کړې.

د کرکټ په دې لوبه کې د پچې په ګټلو سره برکي لوبډلې خوښۍ ته د ۱۹۶ منډو هدف وټاکه، برکي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې امين ۵۹ او نويد ۵۳ تر نورو ډېرې منډې ترسره کړې.

د خوښۍ کرکټ لوبډلې ته په توپ اچونه کې جاويد، فضل او حبيب د سیالې لوبډلې ۱ – ۱ لوبغاړى وسوځاوه، په ځوابي توپوهنه کې خوښۍ ته لقمان ۳۸ او خالد ۳۶ تر نورو ډېرې منډې ترسره کړې، د برکي ټیم له لوري په توپ اچونه کې رحمت الله او نويد د خوښۍ ولسوالۍ لوبډلې ۲ – ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوګر ولایت د کرکټ امریت امر بشیر احمد ساحل پنجره ورځ پاڼې ته وویل، چې د يادې لوبلړۍ غوره لوبغاړى لقمان ونومول شو.

Back to top button