هندي رسنۍ: خواجه سعيد چيشتي وژل شوی

هندي رسنۍ وايي، چې د خواجه سعید چیشتي په نوم یو افغان روحاني د دغه هیواد په مهرا شترا ایالت کې د ناڅرګندو کسانو لوري وژل شوی دی. 

هندي رسنۍ د دغه هیواد د پولیسو له قوله خبر ورکوي، چې افغان روحاني سعيد چيشتي  تېره ورځ د اشترا ايالت ممبي ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې په ډزو ويشتل شوی، چې په نتيجه کې يې خپل ژوند بايللی دی.

سرچينو د پولیسو له قوله ویلي، چې د هغه قاتلین تښتېدلي، خوا په وينا د نوموړي په موټر چلوونکي شکمن دي او نیولی يې دی.

خواجه سعید چیشتي په اصل کې د افغانستان د هرات ولایت دی او په دې وروستیو کې يې په ټولنیزو رسنیو کې زیات شهرت موندلی و.

نوموړی په هند کې په صوفي بابا شهرت درلود او په دغه هیواد کې یې زیات مریدان هم پیدا کړي وو.

بلخوا هندي پولیسو بيا ويلي، چې د مرګ قضيه يې لا روښانه نه ده او دوی يې په اړه خپلې پلټنې پيل کړې دي.

Back to top button