هند الوتکه وړونکې بېړۍ نندارې ته وړاندې کړه

هند په لومړي ځل لویه الوتکه وړونکې بېړۍ نندارې ته وړاندې کړه.

د پژواک خبري آژانس د خبر د معلوماتو پر بنسټ، هند پرون د جمعې په ورځ خپله لومړنۍ په هېواد کې جوړه شوې الوتکه وړونکې بېړۍ نندارې ته وړاندې کړه.

د آی ان اس ویکرانت په نامه دغه الوتکه وړونکې بېړۍ د نړۍ د سترو سمندري کښتیو څخه ده چې د ۲۶۲ متره اوږده ده او د ۱۷ کالو ساختماني کارونو او ازموینو وروسته په رسمي توګه خدمت ته دانګي.

په ویکرانت بېړۍ کې به شاوخوا ۱۶۰۰ سمندري ځواکونه فعالیت کوي او د هند د یواځینۍ بلې الوتکه لیږدونکې بېړۍ بیا ډیزاین شوي جنګي الوتکې به په کې د خدمت لپاره وګومارل شي.

Back to top button