هند افغانستان ته د غنمو لېږد پیل کړی

د هندوستان هېواد د بهرنيو چارو وزارت مسوولین وايي، چې افغانستان ته یې د ۳۰۰۰ ټنه غنمو لېږد بهير پيل کړی دی.

د غه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تازه اقدام کې یې افغانستان ته د ۳۰۰۰ ټنه غنمو لېږد پيل کړی دی او په خبره یې دوی بشردوستانه مرستو ته ژمن دي.

هند همدا راز زياتوي، چې په وروستیو کې یې د خوړو د نړیوال پروګرام په مرسته افغانستان ته شاوخوا ۳۳۵۰۰ ټنه غنم لېږدولي دي.

Back to top button