هند افغانستان سره د غنمو لس زره ټنه مرسته کوي

پنجره ورځپاڼه: د هند حکومت اعلان کړی چې له افغانستان سره، د ۱۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي.

هندي سرچینې وايي، چې د دې غنمو د مرستې تفاهم‌لیک، د هندوستان په ممبۍ ښار کې، د پاکستان، افغانستان او ایران لپاره، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د ګډ استازي (جې پي سنګ) او په هند کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره (الیزابیت فاور) ترمنځ لاسلیک شو.

ټاکل شوې چې د هند لس زره ټنه مرسته شوي غنم، د چابهار بندر له لارې، افغانستان ته ولېږدول شي او د خوړو نړیوال پروګرام له خوا په دغه هېواد کې، پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

په هند کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر د یاد تفاهم‌لیک د لاسلیکولو پر مهال وویل: «د هند مرستې د اړمنو کورنیو  ژغورلو لپاره مهمې دي او په افغانستان کې له میلیونونو خلکو سره د نړیوال خوراکي پروګرام د مرستو یوه مهمه برخه جوړوي.»

بل خوا هندي چارواکي (جي پي سنګ) چې دغه تفاهم‌لیک یې لاسلیک کړی، ویلي چې هېواد یې خپله ژمنه پوره کړې ده.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو څانګو د راپور له مخې، په افغانستان کې له اړو کسانو سره د بشري مرستو بودجه په ختمېدو ده.

ظاهر څراغ

Back to top button