د پاکستان د خپلواکۍ ورځ یوه توره ورځ ده

پښتونخوا کې يو شمېر خلکو لاریون کړی او د دغه هېواد خپلواکي يې توره ورځ بللې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ د تورو بیرغونو سره خلکو لاریون کړی دی او دغه ورځ يې یوه توره ورځ بللې ده.

په ورته وخت کې پاکستاني ځواکونو وزیرستان ته د لاریون لپاره له نورو سیمو د خلکو د تګ مخه نیولې او لارې یې بندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په پاکستان کې د دغه هېواد د خپلواکۍ ۷۵مه کليزه لمانځل کېږي.

د پښتونخوا اوسېدونکي دغه ورځ توره ګڼي او هر کال په دې ورځ له تورو بیرغونو سره د پښتونخوا به بېلابېلو سيمو کې واټونو ته راوځي او لاريونونه کوي.

Back to top button