د روان کال بودیجه کې کونډو او یتیمانو ته ۱۳.۵میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د رییس الوزرا دوهم مرستيال ملا عبدالسلام حنفي وايي، چې د ۱۴۰۱ کال په بودجه کې د کونډو او يتيمانو لپاره ۱۳ نيم مليارده افغانۍ په نظر کې نيول شوي دي.

‏د رییس الوزرا دوهم مرستیال د عالمانو په ستره غونډه کې وويل، چې طالب حکومت د هېواد ټولو يتيمانو او کونډو ته د دوی حقوق ورکوي، د ۱۴۰۱ کال په بودجه کې د کونډو او يتيمانو لپاره ۱۳ نيم مليارده افغانۍ په نظر کې نيول شوې دي.

‏نوموړی زیاته کړې، چې دوی د نشه یي توکو پر وړاندي مبارزې ته ژمن دی او وايي، زموږ د هيواد پنځه ميليونه وګړي چې يو ميليون يې يوازې ښځې او ماشومان دي، په نشه یي توکو روږدي دي، چې موږ د دغو روږدو درملنه هم پيل کړې ده.

Back to top button