د سوډان روانه جګړه کې ۸۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي

پنجره ورځپاڼه: د روغتيا نړۍوال سازمان تازه موندنې ښيي، چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د دغه هېواد په پلازميه خرطوم کې ۸۵ کسان وژل شوي او ۱۱۲۶ نور ټپیان شوي دي.

دې جګړې د سوډان د پلازمينې خرطوم، جنوبي کوردوفان او شمالي دارفور او شماليه ايالتونو په ګډون ډېرو ځايونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.

سرچینې همداراز ویلي، چې مرګ ژوبله په پلازمينه خرطوم کې تر ټولو زیاته ښودل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې نن هم د دې هیواد د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښتې د دریمې ورځې لپاره هم جریان لري.

ظاهر څراغ

سوډان کې د نښتو له امله نږدې ۶۰ تنه وژل شوي دي

Back to top button