تېرو دوو میاشتو کې هېواد کې ۲۷کسانو ځان وژنه کړې

په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۲۷ کسانو ځان‌ وژنه کړې ده.

د طلوع نيوز د راپور د معلوماتو له مخې، په ۲۷ کسانو کې د نارینه‌وو په پرتله ښځو ډېره ځان‌ وژنه کړې ده او د ډېرو پېښو ستر لاملونه کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې بلل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالب سرپرست حکومت له لوري په هېواد کې د لوږې، فقر او بې روزګارۍ کچه تر پخوا دوه چنده لوړه شوې ده او ګڼ شمېر هېوادوال د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

Back to top button