په تېرو دوو ورځو کې ۱۲۰۰کډوال هېواد ته راستانه شوي

په تېرو دوو ورځو کې له ګاونډي هېواد ایران څخه ۱۲۰۰افغان کډوال ایران ته راستانه شوي دي.

د باختر دولتي آژانس د خبر د معلوماتو له مخې، ‏د ‎نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي چې په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته ۱۲۰۰ کسان راستانه شوي دي.

باختر آژانس زیاتوي، چې د یادې ادارې مشر مولوي صدیق الله نصرت وايي چې یو شمېر راستانه شوي کسان د آی.او.ام. دفتر ته ور پېژندل شوي څو د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

له ګاونډي هېواد ایران څخه هره ورځ سلګونه افغان ګډوالي د ایراني حکومت له لوري په زور او په خپله خوښه د نیمروز او اسلام کلا په لارو هېواد ته راستنېږي.

Back to top button