د لوګر ښوونځیو سره د ډيټول صابون مرسته وشوه

د لوګر ولایت د ۲۷۸ ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو د لاس وینځلو او روغتیا ساتلو لپاره د ۱۲۳۷۱ کلچو ډيټول صابون مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د لوګر ولایت د ۲۷۸ ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو د لاس وینځلو او روغتیا ساتلو لپاره د ۱۲۳۷۱ کلچو ډيټول صابون مرسته وشوه.

هغوی زیاتوي، چې یاده مرسته د پوهنې ریاست د روغتیایي چارو مدیریت د غوښتنې له مخې د یونیسف مؤسسې کړې ده، چې شاوخوا ۱۲۳ زره افغانۍ ارزښت لري، چې مرسته شوي صابونونه به ډېر ژر پر ۲۷۸ ښوونځیو ووېشل شي، چې ښوونکي او زده کوونکي به ښوونځیو ته د ننوتلو پر مهال خپل لاسونه پرې ووینځي.

یونیسف مؤسسې د لوګر له ښوونځیو سره په تېرو کلونو کې هم ورته مرستې ترسره کړي.

Back to top button